خبرونهنړۍ

ولسمشر اردغان: منځني ختيځ کې د ثبات په وړاندې له ټولو ستر خنډ صهيونيستي رژيم دی

هيواد:د ترکيې ولسمشر “رجب طيب اردغان” په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې په منځني ختيځ کې د سولې او ثبات په وړاندې له ټولو ستر خنډ صهيونيستي رژيم دي. ولسمشر اردغان يوځل بيا د اسرائيلي ترهګر رژيم پر لومړي وزير نتنياهو توندې نيوکې کړي او هغه يې له هټلر سره پرتله کړی دی. ولسمشر اردغان د خپلو خبرو په دوام اسرائيلي رژيم د عربو په زړه کې سرطاني دانه بللې ده. ولسمشر اردغان خبرداری ورکړی، چې نتنياهو به غزه کې د ترسره کړو جنايتونو له امله محکمې ته را وکاږي.  ولسمشر اردغان د خپلو خبرو په دوام يوځل بيا فلسطيني ډلې يووالي ته رابللي اردغان زياته کړې: د فلسطيني ډلو يووالي کولي شي صهيونيستي رژيم ته په بشپړه توګه ماته ورکړي. ولسمشر اردغان پر امريکا هم توندې نيوکې کړي او په خبره يې امريکا دوه مخې پاليسي لري ،له يو لوري د سولې پر خبرو ټينګار کوي او له بل پلوه اسرائيلي رژيم ته وژونکې وسلې ورکوي. د يادونې وړ ده چې د ترکيې ولسمشر يوځل بيا د يو داسې فلسطيني دولت پر جوړېدو ټينګار کړی، چې پلازمينه يې “بيت المقدس” وي .نوموړي زياته کړې، چې د ستونزې حل يوازې د دوو دولتونو د جوړېدو تګلاره ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *