خبرونهنړۍ

ولسمشر اردغان له وخت وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو اعلان وکړ

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” اعلان وکړ چې د روان ۲۰۲۳ م کال د مۍ په ۱۴ نېټه به په ترکیې کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي.
دا نوې نېټه د انتخاباتو د ټاکل شوې نېټې څخه یوه میاشت مخکې ده.
اردوغان ویلي چې د خپل صلاحیت څخه به کار واخلي او د مۍ په ۱۴ نېټه به ټاکنې وکړي، هغه وايي دا نېټه یې د ښوونځیو د ازموینو لپاره ترتیب کړې ده.
په ورته مهال د اسلامپال سیاستوال اردغان مخالفو سیاسي ډلو هم د دغې نوې اعلان شوې نېټې هرکلی کړی خو لا هم د ۶۸ کلن اردوغان پر وړاندې د یو واحد او غښتلي کاندید په موندلو نه دي بریالي شوي.
د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان له شاوخوا دوو لسیزو راهېسې په واک کې دی، نوموړی چې یو اسلامپال سیاستوال بلل کېږي د ترکیې د سیکولر قانون ډیرې مادې یې له منځه وړي، ترکیې ته یې په  هر ډګر کې بریالیتوبونه ور بښلي، ترکي ولس کې محبوبیت لري او داسې نه ښکاري چې ټاکنې دی وبایلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *