
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسئولين وايي، چې د تېري اوونۍ زلزلۍ د دغه ولايت يو شمېر تاريخي آبدې زيانمني او د نړېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ملا حميدالله نثار وايي، چې يادي زلزلي د محمد شريف خان تاريخي آبده، د غزني زاړه ښار دوه برجونه او د خواجه ملک يار پرنده تاريخي مقبره زيانمنه کړي او که ورته جدي پاملرنه ونشي، د نړېدو ګواښ يې موجود دي.
ښاغلي نثار زياته کړه ،چې يادي تاريخي آبدې له دې وړاندي هم د طبيعي پېښو له امله زيانمني شوي وې او راپور له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره شريک شوی وو.
د يادوني وړ ده ،چې له دې وړاندي هم د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سيمه ييزو چارواکو ويلي وو، چې د يو شمېر هغو تاريخي آبدو چې رغولو ته اړتيا لري راپور يې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره شريک کړي ده او د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره، د دغه تاريخي آبدو د بيا رغوني غوښتنه کړي وه.