افغانستانخبرونه

وروستيو ورښتونو زيانونه اړولي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وياند وايي: د تېرو دوو ورځو پر مهال په هېواد کې د بارانونو او واورې ورېدو له کبله درې کسان مړه شوي او اووه نور ټپيان دي. د ياد وزارت د وياند شفيع الله رحيمي وايي: ۷۵۶ کورونه په نيمه او بشپړ ډول ويجاړ شوي دي. نوموړي زياتوي، په هېواد کې د وروستۍ زلزلې پر مهال د مړو شمېر ۱۰ کسانو ته لوړ شوي او شاوخوا ۶۰ نور ټپيان شوي دي. رحيمي وايي: د وري د لومړۍ نېټې په زلزله کې څه باندې ۸۰۰ کورونه په نيمه او بشپړ دول نړېدلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *