افغانستانخبرونه

وروستيو بارانونو بزګران هيله مند کړي

په کندهار کې وروستيو بارانونو کروندګر له دې کبله خوشبينه کړي، چې تر دې مهاله شاوخوا اتيا ملي متره باران شوی ، خو اړوند شنونکي وايي: د يو آباد کال لپاره ۲۰۰ ملي متره باران ته اړتيا شته.په کندهار کې اتيا ملي متره باران شوی، چې د آباد کال لپاره ۲۰۰ ملي متره باران ته اړتيا شته.تېرو څو ورځو بارانونو په کندهار کې د کروندګرو خوشبيني زياته کړې او وايي: که کال آباد شي زراعت به يې ډېره وده وکړي او په ټولنه کې به اقتصادي فعاليتونه زيات شي.کروندګر وايي چې تېرو وچکاليو په کندهار کې زراعت سخت ځپلی دی.((تېر کال بارانونه نه وو او غنم مو وکرل هغې هم حاصلات ور نه وکړل سږ کال ته ډېر خوشحاله يوو او غنم مو ډير کرلي دي))بلخوا د کرنې رياست مسئولين هم وايي، چې سږکال تر اوسه ښه بارانونه شوی او تمه شته، چې سږ کال به وچکالي نه وي او نور بارانونه به هم وشي.د کرنې د مسئولينو د معلوماتو له مخې ،په کندهار کې اتيا ملي متره پورې باران شوی د زارعت رياست د کرنيزو چارو آمر مولوی شمس الرحمان موسی وايي، چې د آباد کال لپاره دوه سوه ملي متره باران ته اړتيا ده .((تر اوسه ښه بارانونه شوي په کندهار کې د آباد کال لپاره دوه سوه ملي متره باران ته اړتيا شته، چې وچکالي ختمه کړي))د بارانونو د اورښت سره سم په کندهار کې د غنمو په کښت کې هم دېرش سلنه زياتوالي راغلی مسئولين وايي، چې سږ کال به درې سوه زره ټنه غنم په کندهار کې ترلاسه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *