
وروسته له هغه چې تېره شپه اسراییلي اشغالګرو د فلسطین په “نابلس” ښار کې ۱۱ ملکي فلسطنیان شهیدان او ګڼ شمېر نور ټپیان کړل په غبرګون کې یې د حماس غورځنګ پوځي څانګې “القسام” په اسراییلو لسګونه توغندي ویشتلي چې د سرچینو په خبره په اهدافو لګیدلي او مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.
د فلسطین له خاورې څخه پر اسرائیلو د توغندیو له ویشتلو وروسته د اشغالګرو صهیونستانو هوايي ځواک د غزې په تړانګه هوايي بریدونه پیل کړي دي.
د اسرائیلو پوځ ادعا کوي، چې پنځه راکټونه یې له منځه وړي، چې پر دغه هېواد توغول شوي وو او یو یې په کرونده کې لګېدلی دی؛ خو په انځورونو کې لیدل کېږي چې د حماس توغندي په لوړ پوړیزو ودانیو لګیدلي او لوګې ترې پورته کېږي.
په ورته مهال د حماس اسلامي غورځنګ چې د غزې د تړانګې کنټرول په لاس کې لري ویلي چې د صبر کاسه یې په ختمېدو ده او په صهیونستانو یې د نورو بریدونو خبرداری هم ورکړی ده.