افغانستانخبرونه

هند ۴۰ زره لېټره مرسته شوي ملټين  دکرنې وزارت ته و سپارل

د هندوستان خلکو له خوا مرسته شوې ۴۰ زره لېتره ملټين د ايران د چابهار بندر له لارې کابل ته راورسېدل او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبرۍ ته وسپارل شول.د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ويلي ، چې د دغه افت وژونکو د سپارلو په مراسمو کې، چې د ملخانو د يرغل پر وړاندې په مبارزه کې کارول کېږي، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال مولوي صدر اعظم عثماني، د بوټو ساتنې او قرنطين رئيس انجنير عتيق الله مسلم او د کرنې وزارت يو شمېر متخصصينو حضور درلود.د هندوستان د خلکو دغه مرسته د چابهار بندر له لارې افغانستان ته لېږدول شوي او د اړتيا په صورت کې به د ملخانو د يرغل د مخنيوي په موخه په زيانمنو ولايتونو کې وکارول شي.مولوي صدر اعظم عثماني د دغو توکو ترلاسه کولو په مراسمو کې وويل، چې دغه درمل د بزګرانو د ژوند په ښه کولو او د کرنې په وده کې اغېزمن تمامېدای شي.دغه راز د بوټو  ساتنې او قرنطين رئيس انجنير عتيق الله مسلم د کروندګرو لپاره د ملټين افت وژونکو په ارزښت خبرې وکړې او زياته يې کړه،  چې د دغو توکو ټوليز ارزښت څه باندې ۴۰ ميليونه افغانيو ته رسېږي او شاوخوا ۸۰ زره هکتاره ځمکه تر پوښښ لاندې راولي.نوموړي زياته کړه ، چې دغه مواد د اړتيا په صورت کې د ملخانو پر ضد کمپاين کې کارول کېږي او د بدخشان، تخار، کندز، فارياب، جوزجان، سرپل، بلخ، بادغيس، هرات او هر هغه ولايت چې د مراکشي ملخانو له ګواښ سره مخ وي کارول کېږي. باختر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *