افغانستانخبرونه

هند ته د پوځي زده کړو لپاره استول شوي ۲۰ تنه محصلين هيواد ته راستانه شول

د افغان حکومت د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې له هند څخه ۲۰ تنه د نظامي زده کړو افغان زده کوونکي له مسلکي زده کړو وروسته بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.سرچينې زياته کړې، چې دغه زده کوونکي د تيرې ادارې له خوا د مسلکي نظامي زده کړو لپاره لېږل شوي وو ،چې له فراغت وروسته د سلواغې په ۱۹ مه بېرته هېواد ته راستانه شول. دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغو زده کوونکو د چارواکو له همکارۍ د مننې تر څنګ ژمنه کړې، چې په هر حالت کې به خپلو خلکو او هېواد ته خدمت کوي. دملي دفاع وزارت ويلي، چې له دې وړاندې هم يو شمېر محصلين له بهرنيو هېوادونو څخه له زده کړو تر لاسه کولو وروسته هېواد ته راستانه شوي، چې دملي دفاع وزارت کې په دندو ګمارل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *