
د هندوستان حکومت د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام له لارې له افغانستان سره د ۲۰ زره ميټرک ټنه غنمو مرستې اعلان کړی دی. د هند د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هېواد يې دغه اعلان د افغانستان په تړاو د منځنۍ آسيا هېوادونو له استازو سره په ګډه غونډه کې کړی. هندي استازو غونډې ته ويلي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام له لارې له افغانستان سره ۲۰ زره ټنه غنمو مرسته کوي ،چې د ايران د چابهار بندر له لارې به استول کېږي. سرچينې زياته کړې چې د ۲۰۲۱ م کال په اګست کې د کابل له سقوط وروسته هند له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته کړې وه، څو هلته د بشري بحران مخه ونيول شي.