افغانستانخبرونه

هلمند يان: حکومت دې را ته پيکه روغتيايي خدمتونو معيارې کړي

په هلمند کې لا هم يو شمېر داسې حياتي ستونزې پر خپل ځای پاتې دي ،چې د ولسي وګړو ورځني ژوند يې له پراخو ننګونو سره مخ کړی دی.د دغه ولايت د ګرمسېر ولسوالۍ اوسيدونکی خان محمد رسنيو ته ويلي، چې په سيمه کې يې که څه هم يو روغتيايي مرکز شته، خو خدمتونه يې په نشت حساب دي.نوموړی وايي: که د ولسوالۍ په روغيتايي مرکزونو کې روغتيايي خدمتونه معياري شي، دوی نه مجبورېږي چې خپل ناروغان د هلمند ولايتي روغتون ته ور ولي.(( که چېرې زموږ په سيمه کې روغتيايي مرکزونه ورغول شي او خدمتونه يې معياري شي، زموږ ستونزې به ورسره راکمې شي .))د موسی کلا ولسوالۍ اوسيدونکي محمد نبي وايي، په سيمه کې يې يوازې يو مرکزي کلينيک شته دي خو روغتيايي خدمات او درملنه يې تر اړيکو او واسطې پورې رامحدود دي.(( مېرمن مې ناروغه وه، د موسی کلا ځايي روغتون ته مې يوړله، پر لاره مې ترافيکي پېښه وکړه، غبرګې پښې مې ماتې شوې. مېرمن اوس د بست ولايتي روغتون کي بستري ده.))سيد کرم بيا چې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د شنه کلي اوسېدونکی دی، وايي، چې د روغتيايي مرکز د نشتوالي له کبله اړ دی مرکز لښکرګاه ته د خپلو ناروغانو د رسولو لپاره ډېر لګښت وکړي.(( ناروغ مې ساده نس ناستی لري. زموږ په سيمه کې هېڅ روغتيايي مرکز نشته مجبور يو، چې د لښکرګاه تر ولايتي روغتون پورې يې و رسوو.))بشېر احمد چې د هلمند د يوې لرې پرتې ولسوالۍ باغران اوسيدونکی دی، په باغران کې د پيکه روغتيايي خدمتونو او ورسره د روغتيايي مرکزونو له نشتوالي او کمښت څخه شکايت لري.د ده په خبره، د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي اړ دي، چې پر خامه او ورانو شويو لارو تر ساعتونو مزل وروسته خپل ناروغان مرکز لښکرګاه ته ورسوي.(( ناروغان مې مرکز لښکرګاه ښار ته له باغران ولسوالۍ څخه را ويستلي دي. هلته زموږ په سيمه کې روغتون نشته، څلورمه شپه ده ،چې دلته يو او سخت په ستونزه کې يو.))د هلمند د عامې روغتيا رئيس ډاکتر سيد احمد سعيد دا مني ،چې په هلمند کې له شاوخوا ۲۵۶ روغتيايي کلينيکونو څخه يوازې ۴۳ کلينيکونه خپلي ودانۍ لري او پاتې نور يې يا په کرايه کورونو کې دي او يا يې ودانۍ په تېرو جګړو کې له منځه تللې دي.((د تېرو جګړو په بهير کې د ګڼو روغيتايي پروژو چارې ټکنۍ شوې وې ،چې لا يې هم اغيزې پر خپل ځاي پاتې دي. د هغه د روغتيايي خدمتونو د پراختيا په موخه مو د عامې روغتيا وزارت او يو شمېر مرستندويه بنسټونو ته مو وړانديزونه کړي دي.))سعيد دا هم وويل، چې لويه ستونزو د نفوسو زياتوالی، بيا نه سر شمېرنه او يو لړ کلتوري مسايل دي.په هلمند کې له ۱۳۹۹ کال راټولې شوې احصايې له مخې د دې ولايت نفوس ۱۴۹۸۴۸۰ تنه اټکل شوی دی، په دې اړه د احصايوي خدمتونو آمر عطامحمد فيضاني وايي.(( په افغانستان کې يوازې په ۱۳۹۹ کال کې د نفوسو د سر شمېرني سروې تر سره شوې ،چې بيا نه ده ترسره شوې، د يادي احصايې له مخي د هلمند نفوس ۱۴۹۸۴۸۰ تنه اټکل شوی.))په هلمند کې ولسي وګړي داسې مهال له روغتيايي خدمتونو له پيکه والي شکايت لري، چې تازه په تازه په دغه ولايت کې په موسمي ناروغيو د اخته ماشومانو شمېر زيات شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *