افغانستانخبرونه

هرات کې سېلاب ځپلو ته د مرستو راټولولو کمپاين پيل شو

هرات کې د خلکو له لوري هيواد کې له وروستيو سيلاب ځپلو سره د مرستې کمپاين پيل شو.د دې ولايت اوسېدونکي، تر خپله وسه له سيلاب ځپلو سره مالي او غير مالي مرستې کوي او ورپسې يې سيلاب ځپلو ته استوي. د مرستو ټولولو دغه کمپاين کې هيوادوال له سيلاب ځپلو سره د نغدو پيسو، کاليو، کمپلو او کېږديو مرستې کوي.د دې کمپاين د تنظيم کوونکو په خبره لاوړمه ورځ يې د دې ولسي مرستو يوه جوپه د غور سيلاب ځپلو ته استولې. د مرستې ټولولو کمپاين مسئول، عبدالقدوس خطيبي و ويل :  (( دا مو خپله شرعي او ديني دنده ګڼلې، چې څه مو له وسه پوره وي، هڅه به يې په تړاو کوو. موږ خپله هڅه کوو، چې خپلو هيوادوالو ته په بحراني حالت کې مرسته برابره کړو.))رامز له سيلاب ځپلو سره د مرستو راټولولو کمپاين ته دوه کمپلې او کالي راوړي.د ده په خبره، په اوسني حالت کې چې سيلاب ځپلو په بغلان، تخار، غور او يو شمېر نورو ولايتونو کې هرڅه له لاسه ورکړي، اړتيا ده چې هيوادوال تر خپل وس پورې د هغوی لاسنيوي وکړي. د هرات اوسېدونکي، رامز يوسفي رسنيوته ويلي:  (( په افغانستان کې د زلزلو او سيلابونو په څېر ډېرې ناوړې پېښې رامنځته شوې او زموږ وس همدومره دی، چې کمپلې او کالي مو راوړې دي، ځکه دا د خدای په وړاندې ورک نه دي.))د هرات يو شمېر اوسېدونکي له هيوادوالو او مرستندويو بنسټونو غواړي، چې په بېلابېلو ولايتونو کې له سيلاب ځپلو سره مرستې وکړي.د هرات اوسېدونکي، حفيظ الله وايي:  (( تر څو چې زموږ وس رسېږي ،بايد د هغوی لپاره مرستې برابرې کړو. زموږ وروڼو د زلزلې پر مهال موږ سره مرسته وکړه او اوس زموږ نوبت دی.))د هرات اوسېدونکی، خالد وايي:  (( خلک چې څومره وس لري بايد مرسته وکړي، که کمپلې وي او که کالي وي.))د وروستيو سيلابونو له امله په بغلان، تخار، غور، بدخشان، سمنګانو او يو شمېر نورو ولايتونو کې سلګونو تنو ژوند بايللی.د دغو ولايتونو اوسېدونکو استوګنيز کورونه، مالونه، کرنيزې ځمکې، څاروي او بڼونه هم په دې سيلابونو کې له لاسه ورکړي او په بېړني ډول مرستو ته اړتيا لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *