افغانستانخبرونه

هرات کې د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه

د هرات د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست مسئولينو د دې ولايت په غوريانو ولسوالۍ کې د ۵ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د يوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د ياد ولايت د کليو د بيا رغونې او پراختيا رئيس مولوي عبدالسلام هجرت د باختر اژانس خبريال ته وويل چې د غوريانو ولسوالۍ اړوند په ګنګ کلي کې د شيخ عبدالعزيز خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د ۵ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو معياري او په سولري سيستم سمباله يوه شبکه جوړه شوې چې پر مټ يې د سيمې ۳۵۰ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.  دا په داسې حال کې ده چې په غوريانو ولسوالۍ کې د شيخ عبدالعزيز خيريه بنسټ له لوري د ۱۲ کيلو متره سړک د رغولو چارې روانې دي. بايد وويل شي، چې د سيمې خلک د اوبو رسولو د شبکې له جوړېدو خوښ دي او په ياده ولسوالۍ کې د ښوونځيو او کلينيکونو د جوړولو غوښتنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *