افغانستانخبرونه

هرات کې بنديانو ته ديني او روزنيز پروګرامونه ترسره شول

د هرات د مرکزي زندان مسئولين وايي، چې په دغه زندان کې يې څه باندې ۱۷۰۰ بنديانو ته ديني روزنيز پروګرامونه ترسره کړي دي.د ياد ولايت د زندان مدير مولوي محمد نبي خليل وايي، چې داسلامي امارت د دغه اقدام موخه د بنديانو ښه روزل او هغوی ته د کاري فرصتونو برابرول دي، څو وکولای شي په ټولنه کې ښه ژوند وکړي.د مولوي خليل په وينا، په دغو پروګرامونو کې اوسمهال زندانيانو ته پر سواد زده کړې سربېره عقيدتي، تخنيکي او حرفوي زده کړې هم ورکول کېږي.د يادونې وړ ده، چې په ياد ولايت کې ۱۷۵۰ تنه په بېلا بېلو جرمونو بندي دي، چې له منځه يې څه باندې۲۰۰ تنه ښځې او ماشومان دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *