افغانستانخبرونه

هرات ښار کې لسګونه هوايي پلونه جوړېږي

د هرات ښاروالۍ مسئولين وايي، چې په دې ښار کې د ګڼې‌ګوڼې د مخنيوي په موخه به د ۲۸ هوايي پلونو د جوړېدو چارې ژر پيل شي.  د ياد ولايت د ښاروالۍ وياند، ناصر امل رسنيو ته ويلي، چې د خصوصي سکتور په مالي مرسته دا هوايي پلونه د ښار د ګڼې‌ګوڼې په ساحو کې جوړېږي.د ښاروالۍ مسئولينو همداراز ويلي، چې د دغو هوايي پلونو لپاره ځايونه ټاکل شوي او په جوړېدو سره به يې د ګڼې‌ګوڼې ستونزه تر ډېره حل شي. د هرات ښاروالۍ مسئولينو دا هم ويلي،  چې ښاريان بايد د ښاروالۍ د ورته فعاليتونو څارنه او ساتنه وکړي. له دې وړاندې هم د پلازمېنې کابل په ګډون د ځينو ولايتونو په ښارونو کې د ګڼې ګوڼې د مخنيوي لپاره هڅې پيل شوي او په کابل کې يو شمېر هوايي پلونه پلان شوي دي.  د ويلو ده چې د ښارونو په منځ کې د هوايي پلونو جوړېدل د ګڼې ګوڼې په مخنيوي کې ګټور بلل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *