نړۍ

پاکستان کې د کمپيوټر د بټرۍ چاودنې اوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان په پنجاب کې پوليس وايي چې په فيصل‌اباد ښار کې د کمپيوټر بټرۍ د چاودنې له امله د يوې کورنۍ دوه غړي مړه شوي او اووه نور ټپيان دي.د پاکستان جيونيوز رسنۍ د ژغورونکې ډلې له قوله ويلي چې د بټرۍ له چاودېدو وروسته اورلګېدنه رامنځته شوې چې پرمهال يې د دې کورنۍ دوه غړي مړه شوي او اووه نور ټپيان شوې دي.ژغورونکې ډلې ويلي چې پېښه کې ورور او خور خپل ژوند له لاسه ورکړي او نور اووه کسان ۵۰ تر ۶۰سلنه سوځېدلې دي.په ټپيانو کې پنځه ماشومان او دوه مېرمنې شاملې دي.دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې يوه اوونۍ وړاندې په يوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۱ نويو زېږېدلو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.د پنجاب اعلی وزيرې مريم نواز له دې پېښې وروسته د ماشومانو پر مړينه خواشيني څرګنده کړې او له غمځپلو کورنيو سره يې د خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګند کړي دي.نوموړې په پېښه کې ټپيانو ته د غوره درملنې او اسانتياوو د برابرولو امر کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *