
روسي ځواکونو د ((نيکولايفکا)) سراتيژيک ښار کنټرول ترلاسه کړ
له اوکراين وروستي ورکړل شوي راپورونه وايي، چې روسي ځواکونو د ((واګنر)) ملېشو په مرسته په دونيتسک ايالت کې د نيکولايفکا ستراتيژيک ښار ګوټی نيولی دی.
نيکولايفکا چې د سوليدار شمال ته په څو کيلومترۍ کې موقعيت لري. تر خونړۍ جګړې وروسته وړمه شپه د روسي ځواکونو لاسونو ته لويدلی، چې په پايله کې يې سلګونه اوکرايني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې او پاتې په خورا بد حالت کې دي له سيمې تښتيدلي دي.
د روسيې دفاع وزارت د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ياد ښار تر نيولو وروسته يې د ((سويل)) په نامه ريل سټيشن هم په بشپړ ډول نيولی او په خبره يې تر دې وروسته به اوکرايني ځواکونو ته له يادې رېل پټلۍ خوراکي مواد، وسلې او نور پوځي تجهيزات نه راځي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې يوه ورځ مخکې روسي ځواکونو د نيکولايفکا په لويديځ کې د ساکو او ونزيتي کلي هم نيولي وو.
د ويلو ده چې د اوکراين د دونيتسک ايالت دغه خورا مهم ستراتيژيک ښار تر نيولو وروسته اوس روسي ځواکونه کولای شي چې په ډيره اساني سره سره اوکرايني ځواکونو باندې فشار راولي او دفاعي کرښې يې ماتې کړي. د ياد ښار تر سقوط وروسته يوه اوکرايني جنرال سپوتنيک خبري آژانس ته ويلي، چې له تېرو دريو ورځو راهيسې په يادو سيمو کې د اوکرايني پوځيانو حالت مخ پر خرابيدو دي او هره ورځ يې د روسيې په بريدونو کې سلګونه سرتيري ژوند له لاسه ورکوي.