نړۍ

د عراق اسلامي مقاومت سازمان د اسرائيلو پر “حيفا” ښار د بالستيک توغنديو بريدونه کړي

هيواد:د راپورونو له مخې د عراق د اسلامي مقاومت “حشدالشعبي” ځواکونو يوځل بيا د اسرائيلو پر “حيفا” بندري ښار د بالستيک توغنديو بريدونه کړي دي. يادې ډلې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې عمليات يې بريالي وو او حيفا ښار کې يې د صهيونيستي رژيم يو شمېر مهم اهداف په نښه کړي دي. که څه هم صهيونيستي رژيم تر اوسه د عراق  اسلامي مقاومت وسله والې ډلې د ادعاوو په هکله څه نه دي ويلي؛ خو د اسرائيلو ۱۲ تلويزيوني شبکې د بريدونو پخلي کړي؛ خو پکې د اوښتو مالي او ځاني زيانونو په هکله يې څه نه دي ويلي.د يادونې وړ ده، دا لومړي ځل نه دي، چې د عراق د اسلامي مقاومت ځواکونه د اشغالي فلسطين دننه عمليات کوي، بلکې له دې وړاندې يې هم ورته لسګونه بريدونه کړي، چې په پايله کې يې صهيونيستانو ته د سر او مال درانه زيانونه اوښتي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *