خبرونهنړۍ

 د حماس او اسرائيل ترمنځ اوربند وغځول شو

د قطر حکومت وايي: د اسرائيل او حماس ترمنځ څلور ورځنی اوربند د دوو نورو ورځو لپاره وغځول شو.

د قطر حکومت وايي: د اسرائيل او حماس ترمنځ څلور ورځنی اوربند د دوو نورو ورځو لپاره وغځول شو.د قطر د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د لومړي اوربند په هماغو شرايطو د دوو نورو ورځو لپاره دا اوربند غځول شوی او هڅه کېږي ، چې دا اروبند دايمي شي.
د قطر حکومت ويلي، په دوو نورو ورځو کې به نور بنديان خوشي شي او غزې ته به د خوراکي توکو او بشري مرستو نورې لارۍ ورسېږي.دغه اوربند چې د امريکا، قطر او مصر په منځګړيتوب له څو ورځو خبرو وروسته پيل شوی و او په دوو پړاوونو کې دواړو لورو د يوه بل لسګونه بنديان خوشي کړل.د تېرې اکټوبر مياشتې له اوومې د حماس او اسرائيلو ترمنځ د پيل شوې جګړې له کبله شاوخوا ۱۴ زره فلسطينيان شهيدان شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.دغه راز د راپورونو له مخې، په جګړو کې تر اوسه زرګونو اسرائيليانو ته  هم مرګژوبله اوښتې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *