نړۍ

حماس: موږ يوازې د فلسطين نه، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ د دفاع لپاره جګړه کوو

هيواد:په غزه کې د حماس لوړ پوړي پوځي قوماندان “يحيي سنوار” اسلامي اُمت ته په خطاب کې ويلي، چې دوي يواځې د غزې نه، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ د دفاع لپاره جګړه کوي، د مسلمانانو لومړۍ قبله اشغال شوې او د آزادولو په عملياتو کې يې بايد ټول اسلامي اُمت برخه واخلي.نوموړي د اسلامي نړۍ پر ځوانانو غږ کړي، چې ټوپک ته لاس کړئ ،که ټوپک نه لرئ چړې او لرګي را واخلئ.د حماس دغه لوړ پوړي پوځي قوماندان ته په يو منسوب شوي غږيز پيغام کې چې د لبنان المنار تلويزيوني شبکې، الأقصي تلويزيوني چينل او الميادين خپور کړي، د لبنان، سوريې، يمن او په ځينو نورو هېوادونو کې د اسرائيلو، امريکا او برېتانيا پر وړاندې د اسلامي اُمت د مبارزې ستاينه شوې او د نورو اسلامي هېوادونو له ځوانانو يې هم د ورته اقدام غوښتنه کړې ده.د ويلو ده، چې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې، چې د حماس اسلامي غورځنګ دغه لوړ پوړي پوځي قوماندان ياد پيغام کله ثبت کړي؛ خو دا چې د غزې، يمن او ځينو نورو اسلامي هېوادونو يادونه په کې شوې ښکاري، چې نوي به وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *