
نړۍ
اوکراين : روسيه بل ستر بريد ته پر چمتووالي بوخته ده
د اوکراين دفاع وزير اولېکسي رېزنيکوف وايي : روسيه په اوکراين کې يوه بل ستر بريد ته پر چمتووالي بوخته ده. هغه خبرداری ورکړی، چې دا بريد ښايي پر اوکراين د روسيې يرغل د يوه کال د پوره کېدو په ورځ پيل شي. د رېزنيکوف په وينا مسکو د دغه بريد لپاره شاخوا ۵۰۰ زره ځواکونه راټول کړي دي. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين تېره سپټمبر کې د جبري پوځي خدمت له لارې د يوه ۳۰۰ زره کسيز ځواک د راټولېدو اعلان وکړ. هغه وويل: دا ګام د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا د تضمين لپاره اړين دی، خو اوس د اوکراين دفاع وزير وايي: د دغه امر له مخې په پوځ کې د ګومارل شويو او اوکراين ته د استول شويو روسانو اصلي شمېر ښايي له دې ډېر لوړ وي. دی وايي: د دوی پوځي قوماندان به په لومړيو کرښو کې د پښو له ټينګولو وروسته ځوابي عملياتو ته چمتووالي وکړي.