نړۍ

اسرائيلي پوځ: غزه کې زموږ ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

هيواد:اسرائيلي پوځ خبر ورکړي، چې غزه کې يې ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د اسرائيلي پوځ راديو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د غزې شمال کې يې ۳ پوځيان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان دي. په ورته مهال اسرائيلي رسنيو بيا غزه کې د ۶ اسرائيلي پوځيانو د وژل کېدو او د ګڼ شمېر نورو د ټپي کېدو خبر ورکړي دی. د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچينو بيا د مقاومت اړوند “الميادين” خبري آژنس ته ويلي، چې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې يې پر صهيونيستي پوځيانو لسګونه بريالي بريدونه کړي، چې په پايله کې يې ۱۱ اسرائيلي پوځيان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې غزه او رفح کې د فلسطيني مقاومتي ډلو په بريدونو کې د اسرائيلي پوځ په مرګ ژوبله کې د پام وړ زياتوالي راغلي او نږدې هره ورځ د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې اشغالګر پوځ ته د سر او مال د درنو زيانونو په اړه راپورونه خپريږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *