خبرونهنړۍ

نړيوال بانک په نړيواله کچه د اقتصادي رکود خبرداری ورکړی

نړيوال بانک خبرداری ورکړی، چې د نړۍ اقتصاد په روان ميلادي کال کې په خطرناک شکل اقتصادي رکود ته نږدې کېږي او په ټوله نړۍ په خاص ډول په سترو اقتصادي هېوادونو کې به اقتصادي وده کمزورې وي. نړيوال بانک ،چې په بيوزلو هېوادونو کې د پراختيايي پروژو لپاره پورونه برابروي، په خپل کلني راپور کې اټکل کړی ، چې په روان ميلادي کال کې به اقتصادي وده کابو ۵۰ سلنه کمه شي. دې بانک تر دې وړاندې اټکل کړی و، چې په ۲۰۲۳ م کال کې به د نړۍ اقتصادي وده درې سلنه وي خو اوس اټکل شوی، چې دا شمېر ۱،۷ يو اعشاريه اووه ته راکم شوي دي. که دا اټکل سم ثابت شي، نو د ۲۰۰۸ م کال د اقتصادي کړکيچ او بيا د کويډ نولس له امله د اقتصادي ناورين وروسته به دا د نړۍ درېيمه کمزورې کلنۍ اقتصادي وده وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *