خبرونهنړۍ

نيويارک ټايمز: له ۷ مياشتو جګړې وروسته لا هم حماس پر غزه کنترول لري

هيواد:د امريکا مشهورې ورځپاڼې “نيويارک ټايمز” په يوه تازه خپره شوې تحليلي مقاله کې ليکلي، چې له اوو مياشتو جګړې وروسته لاهم حماس ځواکونه د غزې پر مهمو سيمو بشپړه ولکه لري. ياده ورځپاڼه زياتوي: له ۷ مياشتو جګړې وروسته لا هم د حماس غورځنګ د پوځي څانګې مشران غزه کې شتون لري او جګړه رهبري کوي. د نيويارک ټايمز په مقاله کې راغلي: د “يحيي سنوار” ژوندي پاتې کېدل د اسرائيلو د جګړې د ناکامۍ ستره نښه ده، اسرائيلو په يحيي سنوار پسې د غزې لوېشت لوېشت وکتله، غزه يې پر کنډوالو بدله کړه، لسګونه زره کسان يې ووژل او لسګونه زره نور يې ټپيان کړل؛ خو يحيی سنوار ته ونه رسېدل. د يادونې وړ ده، نيويارک ټايمز په خپل تحليل کې ليکلي، چې غزه کې د حماس پوځي قيادت فعال حضور لري او جګړې رهبري کوي؛ خو اسرائيلو ته نه يوازې دا چې د سر او مال درانه زيانونه واوښتل ،بلکې هېڅ کوم اسرائيلي بندي يې د حماس له زندانه خوشې نه کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *