افغانستانخبرونه

نيمروز کې څه ‌باندې ۴۳ زره پېژندپاڼې وېشل شوي

۳۱۹ برښنايي او ۱۹ زره او ۵۸۳ کاغذي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.د دغه ولايت د احصايې او معلوماتو رئيس مولوي کمال‌الدين حقيار وايي چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوي اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې ۱۶ زره او ۷۲۴ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۵زره او ۹۷۰ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۴ زره او ۳۰۴ زېږون کارتونه، ۲۷۸ د مړينې پارچې، ۱۳۷۹ د واده او ۹ د طلاق د ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.د نوموړي په وينا، اوسمهال په دغه ولايت کې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش يوه څانګه فعاله ده چې هره ورځ ښځينه او نارينه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.ورته مهال د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د هېواد په کچه يې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سيمو او ولسواليو ته غځولې، ترڅو هېوادوال وکولي شي چې په آسانۍ برښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *