
د نيمروز د عامې روغتيا رياست مسئولين د دې ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د دوه نويو روغتيايي مرکزونو د فعالېدو خبر ورکوي. د ياد ولايت د عامې روغتيا رئيس عبدالرحمن عبدالله ويلي، چې د دې ولايت په دلارام ولسوالۍ کې دوه روغتيايي مرکزونه د روغتيا نړيوال سازمان په مالي مرسته جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول. د عبدالله په وينا، په يادو روغتيايي مرکزونو کې د سراپا، نسايي ولادي، ورځني واکسينونو، تغذيې خدمتونه او رواني ناروغانو ته مشورې ورکول کېږې. ورته مهال د سيمې اوسېدونکي د دغو روغتيايي مرکزونو د فعاليت څخه خوښي ښيي او په روغتيايي برخه کې يې د نورو آسانتياوو غوښتنه هم کوي.