افغانستانخبرونه

نورستان کې غر ښوويېدنه ، پرون لس جسدونه رااېستل شوي

د غربي  نورستان  اړوند نورګرام ولسوالۍ تتين درې په نکره کلي کې د تېرې دوشنبې شپې د غر ښوويېدنې له امله تراوسه ۲۳جسدونه له خاورو او ډبرو رااېستل شوي دي.د ځايي چارواکو په وينا، لاهم څلور جسدونه تر تيږو لاندې دي.د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئيس سميع‌الحق حق‌بيان وايي ،چې د راايستل شويو جسدونو شمېر ۲۳ ته رسېدلي دي.ده زياته کړه ،چې په راايستل شويو جسدونو کې دوه يې د بلې سيمې مېلمانه او پاتې ۲۱کسان د همدې کلي اوسېدونکي دي.د حق‌بيان په خبره چې يادې سيمې ته د مشينري لېږد، ستونزمن دي، ځکه  پرون درېيمه ورځ هم څلور جسدونه تر تيږو لاندې بند پاتې و.ياده دې وي چې د پيښې په لومړۍ ورځ پنځه جسدونه او دوه ټپيان، دويمه ورځ اته جسدونه او پرون درېيمه ورځ بيا تر دامهاله لس جسدونه راايستل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *