افغانستانخبرونه

نهه کاله وړاندې جوړ شوی روغتون لاهم غير فعال دی

مسئولين: هڅه کوو په لنډ وخت کې يې فعال کړو

د خوست په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې شاوخوا نهه کاله وړاندې جوړ شوي ۳۰ بستريز روغتون تراوسه نه دی فعال شوی او د سيمې اوسېدونکي يې د فعالېدو غوښتنه کوي.دوی وايي: د سړې هوا د څپې په راتلو سره خلک له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ دي او زياتوي ،چې د دې ولسوالۍ زيات نفوس ته په کتو په کار ده ،چې دغه روغتون ته تشکېل او نور اړين امکانات برابر شي، څو د خلکو ستونزې حل شي.د نادر شاه کوټ اوسېدونکی حاضر محمد وايي: دغه روغتون د ولسوالۍ په کچه دی او له اسلامي امارت غواړي ، چې ياد کلينيک ورته فعال کړي: (( دلته د څلورو ولسواليو خلک راځي چې سپېره، دوه منده، مندوزي، تڼي او خپله نادرشاه کوټ دي، چې دا خدمتونه د څلورو ولسواليو لپاره کافي نه دي. که دا روغتون فعال نه شي، لرې نه ده چې وداني به يې تخريب شي.))
د شاپور په نامه د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی وايي: د لارو د خرابوالي له کبله خوست ښار ته پر وخت خپل ناورغان نه شي رسولی.ده وويل: د ولسوالۍ په کچه کلينيک کې وړاندې کېدونکي روغتيايي خدمتونه او تشکېل بسنه نه کوي، ځکه د هغه په وينا: د ناروغانو شمېر ډېر دی: (( د ډاکټرانو شمېر کم دی، يو اېم ډي ډاکټر لري، د ورځې تر ۲۵۰ پورې او پي ډي مريضان لري، چې دا هېڅ د منلو وړ نه ده. ۳۰ بستريز روغتون ودانۍ کې دا خدمتونه وړاندې کوي، چې کافي خونې لري. له اسلامي امارت نه مو غوښتنه دا ده، چې موږ ته خپل حق راکړل شي.))په ورته وخت کې د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر فضل کريم مندوزی وايي: د دغه روغتون فعالېدو امر يې ترلاسه کړی، چې په لنډ وخت کې به فعال شي او په وينا يې، دوی هڅه کوي څو مسئوليت يې موسساتو ته وسپاري:(( موږ ته يې مکتوب راغلي، ټول کارونه يې خلاص دي، يوازې ،چې موسساتو ته يې د تمويل لپاره وسپارو او د پرسونل مسئوليت يې هغوی په غاړه واخلي.))د يادونې وړ ده ،چې د خوست په يو شمېر ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې د هوا په سړېدو سره خلک له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ دي او له حکومت غواړي ،چې په روغتيايي برخو کې دې آسانتياوې ورته رامنځ ته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *