
د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رياست مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په سپين غر، پچيراګام او غني خېلو ولسواليو کې د يونسيف موسسې په مالي ملاتړ د ۱۶۶ زره امريکايي ډالرو په لګښت د څښاک پاکو اوبو ۳ شبکې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د ننګرهار کليو او پراختيا رئيس مولوي قسمت الله مبارز له مرسته کوونکي موسسې څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې دغه شبکې په سپين غر، پچيراګام او غني خېلو ولسواليو کې د ۱۶۶ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړې شوې، پرمټ يې ۱۰۵۰ کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.مولوي مبارز زياته کړه، چې دغه شبکې په يادو ولسواليو کې د ۵،۹ نهه اعشاريه پنځه کيلو مترو په اوږدوالي د ۶ مياشتو په موده کې د لمريزې برېښنا په سيستم سربېره د ۶۰ زره لېټره زېرمې په لرلو سره جوړې شوې، چې د ۳۰ کلونو لپاره به ۱۰۵۰ کورنيو ته د څښاک اوبه ورکړي.