
په ننګرهار کې د کانال رياست په پام کې لري، چې پر ۱۱۰ جريب ځمکه د مالټو بڼ جوړ کړي. د ياد رياست مسئولين وايي: دا بڼ په داسې ځمکه جوړېږي، چې په تېرو څلويښتو کلونو کې ترې هېڅ راز ګټه نه وه اخېستل شوې او د سېلابونو او اورښتونو له امله هم سخته زيانمنه شوې و، چې اوس د دوو خصوصي شرکتونو له خوا پرې د شاوخوا ۲۰ ميليون افغانيو په لګښت دمالټو بڼ جوړيږي. د کانال رياست مسئولين وايي :دوی هڅه کوي چې د خصوصي سکتور په مرسته په ننګرهار کې پر هغو زرګونه جريب ځمکو هم د مالټو بڼونه جوړ کړي، چې تر اوسه ترې ګټه نه ده اخيستل شوې او همداسې شاړې پرتې دي. د دوي په خبره چې د دا ډول ځمکو ابادول به مو هېواد په ځانبسياينې ته نژدې کړي.