افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د   ۱۵ چکډېمونو چارې و څارل شوې

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئيس مولوي مصباح الدين مستعين د ننګرهار په يو شمېر ولسواليو کې له جوړو شويو ۱۵ چکډېمونو څخه څارنه وکړه.د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د وزير مولوي عطاء الله عمري په لارښوونه د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئيس په ننګرهار کې د جوړو شويو چکډېمونو د څارنې په موخه ننګرهار ته سفر وکړ، ترڅو په دې ولايت کې د جوړو شويو چکډېمونو څارنه وکړي.دغه چکډېمونه د کرنې وزارت له خوا د اوبو زېرمه کولو، د سيلابونو د کنټرول، د کروندو د تخريب د مخنيوي او د کرنيزو ځمکو د خړوبولو په موخه جوړ شوي دي.د دغه سفر په ترڅ کې په بهسودو، سمرخېلو او بټي کوټ ولسواليو کې له جوړو شويو چکډېمونوڅخه ليدنه وشوه، چې د دغو چک ډېمونو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو دي.په دې څارنه کې د ننګرهار د کرنې رئيس مولوي عبدالستار محمد او تخنيکي انجنيرانو هم حضور درلود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *