
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي: د ياد رياست اړوند هډې فارم په لسمه نمره کې د مالټو نږدې ۲۰۰ جريبه نوي بڼونه جوړېږي. د يادو چارواکو په خبره، د دغو بڼونو په جوړېدو به ۲۰ ميليونه افغانۍ لګښت راشي او لسګونو کسانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.د ياد رياست په وينا، په دې سره به شاړې ځمکې آبادې او د دغه ولايت د مالټو حاصلات به زيات شي.د مالوماتو له مخې: ننګرهار د مالټې، نارنج او ليمو ونو لپاره مناسب اقليم لري او په دې وروستيو کې په کې د ستروسو د نويو بڼونو د جوړېدو چارې ګړندۍ شوې دي.