افغانستانخبرونه

 مچلغو بند که جوړ شي خلکو ته به یې ډېرې ګټې ورسېږي

د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي: د مچلغو بند چې د سوېل ختیځ زون په کچه په لویو بندونو کې شمېرل کېږي، د جوړېدو چارې یې په نیمايي کې پاتې دي.دغه بند چې د پکتیا ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې موقعیت لري، د کابل د تيرې ادارې پرمهال یې چارې پیل شوې وې، خو اوس په نیمايي کې پاتې دی او د خلکو په خبره چې که حکومت یې جوړیدو ته پام ونه کړي، نو شوي کارونه یې هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.د پکتیا اوسېدونکی والي جان وايي: د مچلغو بند چارې ۵۰سلنه ترسره شوې او که دغه بند جوړ شي، په دغه ولایت کې به د برښنا د تولید او کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو ستونزه هواره شي، ((  پنځوس سلنه جوړ دی، پنځوس سلنه پاتې دی،  خو چې جوړ شي له حکومته زموږ دا غوښتنه ده چې، دا جوړ شي، نو ډېره ځمکه به ترې خړوبه او اباده  شي او دې خلکو ته به کار په کې پیدا شي.))د دغه ولایت یو بل اوسیدونکی وارث بیا وايي، د مچلغو بند ترسره شوې چارې هم د ویجاړیدو له خطر سره مخ دی او که حکومت پر وخت پام ورته و نه کړي، نو ممکن سېلابونه یې له منځه یوسي.
نوموړی زیاتوي: اوسنیو حالاتو ته په کتو په کار ده چې د یاد بند چارې ژر پیل شي: (( د مچلغو بند کار په ټپه ولاړ دی .دا نهرونه یې چې جوړ کړي دي، مکمل بېرته سیلابونو خراب کړل. اوس ،خو امن دی باید په دې بند باندې کار پيل شي، موږ برق او هر څه ته اړتیا لرو.))د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزير عبداللطیف منصور وایي: د کابل  د تېرې ادارې پرمهال د مچلغو بند د جوړولو چارې اداره امور ته سپارل شوې وې چې تراوسه هم دغه پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت ته نه ده ورکړ شوې.منصور زیاته کړه، څو ځلې یې د یادې ادارې له مسئولینو سره په همدې تړاو ناستې کړې، څو د خلکو غوښتنو ته رسید ګي وشي: ((مچلغو بند په تېره اداره کې داسې یو سیستم سره جوړ شوی و چې زموږ له وزارت سره يې قرارداد نه شته .هغه وخت اداره امور کې یوه عملیاتي اداره جوړه وه او انکشاف ملي ته یې په قرارداد ورکړی و. موږ ډېر کوښښ  وکړ چې دا پروسه د اوبو او انرژۍ وزارت ته را واړوو، ترڅو موږ هلته دا خپله ژر مدیریت کړو او عملي کار پرې شروع کړو؛ خو له دې سره سره هم موږ کوشش کړی. له عطا شاه سره مو مجلسونه وکړل. دا د خلکو غوښتنه ده او په دې باندې کار پيل کړی.))د معلوماتو پر اساس، د هېواد په سوېل ختیځ زون کې مچلغو یو له مهمو بندونو شمېرل کېږي چې د دغه بند له اوبو به شاوخوا ۲ زره او ۳۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي او دغه راز به د برښنا پر تولید سربېره سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه هم برابرې شي.    بصیر یاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *