
د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر ميرويس اشرف پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې له افغانستان سره د اسټرليا له لوري د يو ورځينو سياليو د لغوه کېدو په اړه يې د کرېکټ نړيوالې شوار ته خپل دريځ روښانه کړی.نوموړي ليکلي ،چې له تېرې اوونۍ راهيسې يې په امارتو کې د بېلابېلو هېوادونو د کرېکټ بورډونو له چارواکو سره ليدلي او د افغان لوبډلې په اړه يې د اسټرليا د وروستۍ پرېکړې او په راتلونکې کې له افغانستان سره د لوبو په اړه خبرې کړې دي.نوموړي ويلي، چې په دغو ليدنو کې يې له نورو هېوادونو څخه د ا فغان کرېکټ ملي لوبډلې د ملاتړ په اړه پوره ډاډ ترلاسه کړی.هغه دغه راز ويلي ،چې دوی تل له نورو کرېکټ بورډونو سره ښې او غوره اړيکې ساتلې دي.