افغانستانخبرونه

ميدان‌وردګو کې پر شخصي لګښت ښوونځی او جومات جوړېږي

د ميدان‌وردګو محلي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د خلکو پر شخصي لګښت يوه ښوونځي او يوه جومات ته د شاوخوا ۲۰۰زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت ودانۍ جوړېږي.د ياد ولايت والي قاري بختيار معاذ د جغتو ولسوالۍ له سوداګرو او خلکو مننه وکړه ،چې دې ولسوالۍ کې پر خپل شخصي لګښت په راتلونکو شپږو مياشتو کې  يوه جومات او يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړوي.ده زياته کړه: د يادو شويو ودانيو له پرانيستې وروسته به سلګونو زده‌کوونکو ته د ليک‌لوست خوندي چاپېريال او سلګونه لمونځ‌کوونکو ته اسانتياوې رامنځته شي.د ميدان‌وردګو د پوهنې  رئيس محمدعثمان حُريت وويل: دا ډول مرستې کولای شي چې د پوهنې پر روانو فعاليتونو مثبتې اغېزې وکړي. ده د دغه ولايت ملي سوداګر او بډای خلک وهڅول چې د پوهنې برخه کې ولس سره همکاري وکړي.د نوموړي په وينا: د ياد ښوونځي او جامع جومات لپاره د ولس د خلکو له لوري دوه نيم جريبه ځمکه هم ځانګړې شوې.بايد وويل شي ،چې د ميدان‌وردګو په سيدآباد ولسوالۍ کې هم د ولسي خلکو پر شخصي لګښت يوې دينې مدرسې ته ودانۍ جوړېړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *