افغانستانخبرونه

مولوي قدرت الله جمال: د صنعت او سوداګرۍ وزارت اساسي موخه سوداګرو او پانګه والو ته د آسانتياوو برابرول دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين مولوي قدرت الله جمال، د هلمند، کندهار، پکتيا، خوست، او ميدان وردګو له سوداګرو او د بار وړونکو موټرو د سکتور له يو شمېر غړيو سره وکتل.د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ،چې په دې کتنه کې سوداګرو او د بار وړونکو موټرو سکټور غړيو د مالياتو، په ناقانونه ډول د کمېشن اخيستل او د موټرو د بارولو په وخت کې د نوبت په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندېزونه شريک کړل او د حل غوښتنه يې وکړه. مولوي جمال، د سوداګرو او بار وړونکو موټرو سکتور د غړيو د ستونزو او وړاندېزونو له اورېدو وروسته ويلي دي: د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او په ځانګرې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت اساسي موخه، د هېواد سوداګرو او پانګه والو ته د لا زياتو آسانتياوو برابرول او د ستونزو حل دی.ده دغه راز ژمنه کړې چې ستونزې او وړاندېزونه به يې د ټرانسپورت وزارت په همغږۍ له اقتصادي کمېسيون سره شريک شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *