افغانستانخبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي : د تاريخي آثارو ساتنه د حکومت مکلفيت دی

د اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وړمه ورځ د قرآن عظيم الشان خطي نسخو د نمايش په مراسمو کې، چې د قرانکريم د نزول په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري جوړ شوي وو، ګډون او وينا وکړه.مولوي عبدالسلام حنفي وويل: ملي ارشيف د افغانستان د تاريخي اثارو او اسنادو يوه مهمه خزانه او ذخيره ده، چې له جملې يې د قرانکريم هغه نسخه هم پکې موجوده ده، چې د مسلمانانو د درېيم خليفه حضرت عثمان رضي الله تعالي عنه د خلافت پر مهال د حضرت علي کرم الله وجه له لوري ليکل شوې اودا د افغانستان د مسلمان او شريف امت لپاره لوی وياړ دی.همداراز په ملي ارشيف کې د حافظ ديوان، د رحمان بابا ديوان، د بېدل کليات او د امير الکلام امير علي شېر نوايي مثنوي، تاريخي مجلې، ګڼ فرمانونه چې د تاريخ په مختلفو دورو کې د افغانستان د حاکمانو له لوري ليکل شوي يا صادر شوي دي موجود دي، نو له همدې امله ملي ارشيف د افغانستان د تاريخي اثارو يوه ارزښتناکه خزانه ده.نوموړي زياته کړې؛ زموږ مکلفيت دا دی چې د خپلو تاريخي اثارو ساتنه او د قاچاق او له منځه تللو مخنيوي يې وکړو، ترڅو د افغانستان راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي او هغوی صحيح ګټه ترې واخلي.د رياست الوزراء اداري مرستيال په دې برخه کې د رسنيو رول ته په اشارې ويلي، چې د افغانستان د رسنيو رول هم مهم دی، ترڅو په ملي ارشيف کې موجود اثار افغان ملت ته ورسوي او په ځانګړي ډول د هيواد ځوان قشر يې پر ارزښت پوه او سمه ګټه ترې واخلي.مولوي عبدالسلام حنفي ټينګار کړی، چې اسلامي امارت د افغانستان د تاريخي اثارو ساتنې ته ژمن دی او هڅه کوي په سمه توګه يې ساتنه وکړي.دغه‌راز له علمي مرکزونو، پوهنتونونو او څېړونکو يې غوښتي، چې له يادو اثارو څخه استفاده وکړي او راتلونکو نسلونو ته يې ولېږدوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *