افغانستانخبرونه

مولوي اميرخان متقي: ټولنه مو مسلکي خلکو ته ضرورت لري

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي په زابل کې د ديني عالمانو سره د اسلامي نظام د بقا په موخه جوړه شوې مشورتي غونډه کې وويل، چې ټولنه مو انجنير، ډاکټر، معلم او نورو مسلکي خلکو ته ضرورت لري ،ترڅو دا هېواد د نورو سره سيال کړو.نوموړي زابل د جهاد ټاټوبي ياد کړ او ويې ويل، چې اشغالګرو غوښتل د افغانانو ترمنځ نفاق او دښمني رامنځته کړي، خو اسلامي امارت په يوه بخښنه سره د دوی پلان له خاورو سره خاورې کړ.متقي زياته کړه: (( اشغالګرو غوښتل خلک په الوتکو کې له هېواده وباسي ،خو اسلامي امارت وتوانېده، چې په لکونو مامورينو او مجاهدينو ته معاشونه ورکړي او لويې پروژې پيل کړي، د دې ترڅنګ عوايد او صادرات مو تر پخوا څو چنده زيات شوي، چې دا هرڅه ساتنه غواړي.))هغه وويل، چې دلته ديني عالمانو ته په کار ده، څو په ټولنه کې اتفاق وساتي خلکو او مجاهدينو ته نبوي سيرت، نبوي اخلاق بيان او د ټولو خلکو، ځوانانو او مجاهدينو فکرونه جوړ کړي.ورته مهال په دې غونډه کې د زابل والي مولوي قدرت الله ابو حمزه وويل، چې ديني عالمان زموږ مشران دي او موږ ته ارزښت لري.نوموړي زياته کړه، چې ديني عالمان بايد د نظام د بقاء لپاره داسې نظريات او مشورې راکړي، ترڅو د هغوی په عملي کولو سره اسلامي امارت بقاء پيدا او پرمختګ وکړي. په غونډه کې د مرکز او ولسواليو ديني عالمانو د اسلامي امارت د ملاتړ ترڅنک وويل، چې موجوده نظام دې هر وخت له ديني عالمانو څخه مشورې اخلي.دوي ټينګار وکړ، چې اسلامي امارت ټول صفونه تصفيه، فساد کوونکي او بدل خلک دې له خپلو صفونو څخه لرې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *