
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي د اندونيزيا د بهرنيو چارو له وزيرې ((ريتنو مرسودي)) سره تلېفوني خبرې کړې دي.د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر ټوېټرپاڼه ليکلي ،چې په دغو تلېفوني خبرو کې له اندونيزيا سره د اړيکو پر لاښه والي ټينګار شوی.د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې تېره اوونۍ په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت مخې په شوې چاودنې خواشينې ښودلې او د تسلۍ مراتب يې وړاندې کړې دي.دا په داسې حال کې ده چې لا وړمه ورځ په قطر کې د اندونيزيا سفير هم د افغانستان له سفير سره په کتنه کې ياده چاودنه غندلې وه.