افغانستانخبرونه

مهاجر فراهي : هېڅوک حق نه لري، چې خبريالانو ته ستونزې جوړې کړي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستيال مهاجر فراهي ننګرهار ته د سفر پرمهال د خبريالانو د ستونزو د هواري په موخه جوړه شوې غونډه کې وويل، له دې وروسته به د رسنيو او مطبوعاتو ټولې ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري حلېږي او هېڅوک حق نه لري، چې په يو نوم او بل نوم خبريالانو ته ستونزې جوړې کړي.په دې غونډه کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي نور محمد حنيف، د ننګرهار ملي راډيو تلوېزيون آمر مولوي امان الله عادل، د ننګرهار د اطلاعاتو آمر مولوي صديق الله قريشي بدلون او د ننګرهار کې د دولتي او خصوصي رسنيو خبريالانو او مسوولينو ګډون کړی و.په پيل کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي نور محمد حنيف وويل، چې په ننګرهار کې ټول خبريالان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له پاليسۍ سره سم خپلې کړنې ترسره کوي.ده زياته کړه، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ننګرهار ټولو ادارو خپلې ژمنې پوره کړي او وخت په وخت خبريالانو ته د راپورونو د چمتو کولو لپاره معلومات ورکوي.په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستيال مهاجر فراهي وويل، چې اسلامي امارت ټولو دولتي او خصوصي رسنيو ته د خپرونو او فعاليت حق ورکړی، چې د اسلامي ارزښتونو، افغاني کلتور او ملي ګټو درناوی به کوي.فراهي زياته کړه، چې اسلامي امارت غواړي، ټولې رسنۍ په هېواد کې داسې کار وکړي، چې له يوې خوا د هېواد ملي ګټې خوندي وي او له بلې خوا د مطبوعاتو او معلوماتو لاسرسي برخه لا پياوړې وي.
ده وويل،چې د رسنيو نوی قانون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ترتيب شوی، چې د توشېح لپاره يې د امارت مشرانو ته لېږلي او ډېر ژر به د رسنيو په اختيار کې ورکړل شي.نوموړي د خبريالانو د کاري ستونزو او په هېواد کې د اقتصادي وضعيت خرابوالي ته په اشارې سره وويل، چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې لټه کې دی، ترڅو هغه خبريالان، چې د بېلابېلو عواملو له کبله بې کاره شوی په مناسبو ځايونو کې ورته د کار کولو زمينه برابره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *