افغانستانخبرونه

ملګري ملتونه: په ساړه ژمي کې بېوزلو افغانانو ته د پيسو ورکړه مهمه ده

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ ويانده وايي، چې په دې ساړه ژمي کې بېوزلو افغانانو ته د پيسو ورکړه ډېره مهمه ده. کارولين ګلک وړمه ورځ په باميانو کې وويل ،چې سهار هوا منفي شل وه او دا ژمي په افغانستان کې په تېرو لسو کلونو کې بېساری دی. د ملګرو ملتونو د دې وياندې په وينا: که چېرته بېوزلو ته پيسې ورکړل شي دوی به په خپله خوښه له اړتيا سره سم خپله ستونزه حل کړي. د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اټکل کوي، چې په دوه زره درويشتم کال کې به په افغانستان کې د بېوزلو کسانو شمېر اته ويشت ميليونو ته ورسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *