
د کابل ښاروالۍ مشرتابه په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان (UN) د ۱۱ څانګو له استازو سره د ښاري پلانونو پلي کېدو او له بهرنيو ملاتړ کوونکو سره د ښو اړيکو د رامنځته کولو په اړه د همغږۍ غونډه ترسره کړه.د غونډې په پيل کې د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي سيدعصمت الله عاصم د ياد سازمان د بېلابېلو څانګو په ځانګړې توګه د يونپس او هبيتات دفترونو له مخکنيو همکاريو مننه وکړه او ويې ويل، چې کابل ښاروالۍ د ښاري پلانونو پلي کېدو په برخه کې فرصتونه برابر کړي او په پلي کېدو کې يې د ټولو بهرنيو ملاتړ کوونکو په تېره د ملګرو ملتونو له سازمان څخه د مرستو غوښتنه وکړه.په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېريال ساتنې مرستيال مولوي محمد خالد سجستاني د نړيوال بانک له لوري په تېرو وختونو کې د پاتې شويو نيمګړو پروژو يادونه وکړه او د ښاري ستونزو د حل په موخه يې د دغو پروژو د بشپړولو غوښتنه وکړه.نوموړي وويل، چې مخکې د کابل ښاروالۍ، ملګرو ملتونو سازمان او نړيوال بانک له لوري يو شمېر ښاري پروژې طرحه او ډيزاين شوې وې، چې د ځينو دلايلو له امله يې کارونه ځنډېدلي او اوس د دې وخت را رسېدلی، چې دا پروژې په پوره شفافيت او لوړ کيفيت سره پلې شي.ورته مهال د ملګرو ملتونو سازمان له کابل ښاروالۍ سره د مرستو د دوام لپاره هيله وښوده او ژمنه يې وکړه، چې د تاريخي ځايونو د بيارغونې، د سړکونو، کوڅو او پلونو جوړولو، او نورو ټولګټو پروژو په پلي کېدو کې به له کابل ښاروالۍ سره تخنيکي او مالي مرسته وکړي.د يادولو وړ ده ، چې کابل ښاروالۍ د نني عصر د غوښتنو مطابق لسګونه بنسټيزې پروژې طرحه کړې، چې د پلې کېدو په برخه کې يې د ملاتړ کوونکو په تېره د ملګروملتونو سازمان مالي او تخنيکي مرستو ته اړتيا ده او په همدې موخه د کابل ښاروالۍ پلانونه د مرستو د جلبولو لپاره له يو شمېر دونرانو سره شريکې کړاي شوې دي.