
د ملګرو ملتونو د سرمنشي لهخوا له بېوزلو هېوادونو سره د مرستې غوښتنه شوې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش ويلي، چې بډای هېوادونه بايد له هغو هېوادونو سره د کال پنځه سوه ميليارده ډالره مرسته وکړي ،چې په يوه سخت حالت کې ايسار دي او د اقتصادي پياوړتيا او پرمختګ مخه يې ډب ده. د مخ پر ودې هېوادونو د مشرانو غونډه په هرو لسو کلونو کې ترسره کېږي، خو دغه سرمشريزه د کرونا وبا د خپرېدو له امله دوه ځله ځنډول شوې ده. د دوحې په غونډه کې د ۴۶ مخ پر ودې هېوادونو استازو ګډون کړی دی، خو د افغانستان او ميانمار استازي دې غونډې ته نه دي ور بلل شوي.