افغانستانخبرونه

ملګري ملتونه: افغانستان کې دې د سېلاب ځپلو بېړنی ملاتړ وشي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو ځانګړي همغږي کوونکي انډريکا راټواټ له وروستيو سېلابونو وروسته؛ د افغانانو په بېړني ملاتړ ټينګار کړی دی. ده وړمه ورځ  پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي: افغانستان د اقليمي بدلون له امله د لسو اغېزمنو هيوادونو په کتار کې ولاړ دی. راټواټ زياته کړې، اقليمي ټکانونه اغېزمنې ټولنې له‌منځه وړي او له اقليمي بدلون سره د ځان برابرونې لپاره د افغانانو بېړني ملاتړ مهم دي. په همدې حال کې د اسلامي همکارۍ سازمان د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د بېړنيو مرستو د راټولولو غوښتنه او غږ کړی. دغه سازمان وړمه شپه ناوخته يوه اعلاميه کې له خپلو ټولو غړو هېوادونو، د نړۍ له نورو هېوادونو او مرستندويو سازمانونو غوښتي چې له سېلاب ځپلو افغانانو سره ژر تر ژره ژوند ژغورونکې مرستې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *