افغانستانخبرونه

ملګرو ملتونو له ازبيکستان سره افغانستان ته د بشري مرستو پر لېږد خبرې کړي

  • د ازبيکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال فرغت صادقوف د منځنۍ اسيا لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له سيمه ييز مشر هانس شودر سره د ليدنې پر مهال افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو د بهير د دوام په اړه خبرې وکړې. په دې کتنه کې د ازبيکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ترمنځ همکاري وڅېړل شوه. د ملګرو ملتونو استازو ويلي، چې د ازبيکستان د ترمز له لارې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد د لړۍ چټکول د دغې ليدنې د بحثونو اصلي موضوع وه.مخکې اروپايي ټولنې هم د ازبکستان له لارې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد په اړه خبرې او عملي اقدامات کړي وو.د خوړو نړيوال سازمان څه موده مخکې وويل، چې د ورځې تر لس زره ټنه پورې خوراکي توکي د ازبيکستان له لارې افغانستان ته لېږدوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *