افغانستانخبرونه

ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د ۶۱۳ ميليونو ډالرو مرستې غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ په روان م کال کې په ايران، پاکستان او د منځنۍ آسيا په درېوو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره له نړيوالې ټولنې د ۶۱۳ ميليونه امريکايي ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.په جنيوا کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د کډوالو لپاره د يوې نوې طرحې جزئيات خپاره کړي دي. په دې طرحه کې له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتل شوي ،چې له افغان کډوالو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.په طرحه کې راغلي، چې له غوښتل شوې مرستې څخه به اووه اعشاريه نهه ميليونه کډوال برخمن شي، چې په دې کې پنځه اعشاريه دوه ميليونه يې افغان کډوال دي او له شويو مرستو څخه به يوه اندازه د دغو کډوالو کوربه هېوادونو ته ورکړل شي، ترڅو دغو کډوالو ته خدمتونه وړاندې کړي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ويلي، له هغو کډوالو چې مرستو ته اړتيا لري، ۷۰ سلنه يې ښځې او ماشومان دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *