خبرونهنړۍ

ملګرو ملتونو د میلیونونو خوارځواکو ماشومانو د خوندیتوب لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کړې

د راپورونو له مخې، د کرنې سازمان (FAO)، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، UNHCR، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (UNICEF)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، په نړۍ‎ کې د ۳۰ میلیونو هغو ماشومونو چې عمرونه یې د پنځو کلونو څخه کم دي او په خوارځواکۍ اخته دي، د ژغورنې لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.

د دغه سازمانونو په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۵ هېوادونو کې په خوارځواکۍ اخته دغه شمېر ماشومان شته او له نړیوالې ټولنې يې غوښتي:«مخکې له دې چې دا کړکېچ په تراژېدۍ بدل شي، باید مخه یې ونیول شي.»

د ملګرو ملتونو د نوي راپور پر بنسټ د دغو ماشومانو له ډلې د ۸ میلیونو ماشومانو د مړینې احتمال د هغو ماشومانو په پرتله ۱۲ برابره لوړ دی چې کافي خواړه لري.

د FAO عمومي مشر کوو دونګیو خبرداری ورکړی، احتمال شته چې سږکال وضعیت نور هم خراب شي.

په دغه راپور کې د ګڼ شمېر هېوادونو په سطحه د ۳۰ میلیونو ماشومانو د سختې خوارځواکۍ لاملونه، شخړې، د اقلیم بدلون، د کوویډ-۱۹ اغیزې او د لګښتونو زیاتوالی ښودل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *