افغانستانخبرونه

ملا عبدالغني برادر د مجاهدينو د فراغت غونډه کې: د اسلامي امارت مشران او مسئولين ستاسو ترڅنګ ولاړ دي

له ۲۰۱ خالد بن وليد  (رض) قول اردو څخه ۸۵۰ تنه مـجاهدين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند، د مولوي عبدالرحمن عمري په مشرۍ د ملي دفاع وزارت څخه راغلي پلاوي، د عمومي دارالافتا مرستيال مفتي عبدالرؤف اطمينان، د قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودجانه، د يو شمېر ولايتونو واليانو، امنيه قوماندانانو او نورو مسئولينو ګډون کړی و.د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال فارغو شويو مجاهدينو ته د مبارکۍ تر څنګ خوښي څرګنده کړې او له ټولو مسئولينو او استادانو يې مننه کړې، چې دوی سره يې په تعليماتو کې ستړياوې ګاللي دي.ملا عبدالغني برادر اخوند مجاهدينو ته ډاډ ورکړي، چې د اسلامي امارت ټول مشران او مسئولين که په هر مقام کې دنده پرمخ وړي ستاسو ترڅنګ ولاړ دي او دې ته ژمن دي، چې يو مجهز، منظم او پرمختللی اسلامي ملي اردو جوړ کړي، تر څو په ښه شان سره د اسلامي نظام او هيواد د مقدسې خاورې او ميړنيو ولسونو څخه کلکه دفاع او ساتنه وکړي.د قول اردو قوماندان ياد تعليمي بهير شفاف بللي او ويلي يي دی؛ چې دغو ۸۵۰ تنو مجاهدينو ته د درېو مياشتو په موده کې په بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکړ شوي.نوموړي ډاډ څرګند کړ،چې دوی به په پوره مسلکيتوب د اسلامي نظام، هيواد او خلکو هر د ښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي او د هغوی ټول شوم پلانونه به له منځه وړي.

ديوبل خبر له مخې:د هرات سيمه ييزو مسئولينو د ياد ولايت له ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه له ۱۰۰ ورځنيو تمريناتو وروسته د څه باندې ۸۰۰ سرتېرو د فراغت خبر ورکړی دی .د يادو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې د هيواد د ملي دفاع وزارت پلاوي، د هرات والي او يو شمېر نورو سيمه ييزو مسئولينو ګډون کړی و.د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمد الله متقي په يادو مراسمو کې ويلي، چې د اسلامي اردو ځواکونه په پياوړي مورال او په ديني علومو سمبال په هر ډول شرايطو کې د خپل هيواد له پولو څخه دفاع کوي.په ورته وخت کې د هرات د ۲۰۷ الفاروق قول اردو وياند عزت الله سعيدي د باخترآژانس خبريال ته ويلي، چې له يادو فارغانو څخه د سرحداتو په ساتنه او بېړنيو حالاتو کې کار اخيستل کېږي او لازمو څانګو کې به په دندو و ګومارل شي.ده زياته کړې چې په دې فراغت کې ۷۲ تنه د ديني علومو له څانګې څخه هم فارغ شوي او خپل ولس او هېواد ته د خدمت لپاره چمتو دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *