افغانستانخبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند : د هيواد په اقتصادي پرمختګ کې د بانکي سکتور رول ارزښتناک دی

د اسلامي امارت د اقتصادي عالي شورا مشرتابه، د مالي ثبات کمېټې او د مجوزو بانکونو د سهمدارانو دوهمه غونډه پرون د افغانستان بانک د غونډو په تالار کې ترسره او په بانکي سکتور کې د شته ستونزو د له‌منځه وړلو په اړه خبرې وشوې.په دې غونډه کې چې مشري يې د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند کوله د ماليې وزارت سرپرست ملا محمد ناصر اخوند، د افغانستان بانک عمومي سرپرست رئيس ملا هدايت‌الله بدري او د مجوزو بانکونو د سهمدارانو استازو شتون درلود.د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال يادې غونډې ته د خبرو پر مهال د هيواد په بيارغونه او پرمختګ کې د بانکي سکتور رول ارزښتناک ياد کړی او ويلي يي دي؛ هيوادوالو ته د غوره بانکي خدمتونو وړاندې کول د بانکي سکتور په وده او د هيواد په پرمختګ کې مهم رول لوبوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند هيوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د هيوادوالو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه کوټلي ګامونه اخيستي او په دې برخه کې پوره ژمنتيا او اوږدمهاله پلانونه لري.

نوموړي د بېلګې په ډول هيوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرول، د انفلاسيون کنټرول، د کانونو قانوني ويستنه، د کرنيز سکتور معياري کول، د اوبو مديريت، کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته د زمينې او شرايطو برابرول او يو شمېر نورو برخو ته اشاره کړې او ويلي يي دي؛ د داسې لوی هدف ترلاسه کول يوازې د حکومت له لوري ستونزمن کار دی.ښاغلي برادر اخوند دغې موخې ته د رسېدو په برخه کې د مجوزو بانکونو د سهمدارانو، ملي سوداګرو او پانګوالو همغږي او همکاري مهمه بللې او له هغوی يې غوښتي، چې په دې برخه کې له اسلامي امارت سره پوره همکاري وکړي.د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال د مجوزو بانکونو سهمداران هيواد ته رابللي او له هغوی يې غوښتي، ترڅو د خپلو بانکونو چارې په ښه ډول مديريت او د هيواد د بانکي سکتور په پرمختګ کې ونډه واخلي.نوموړي د اسلامي امارت په استازيتوب دوی ته ډاډ ورکړی، چې ټولو ستونزو ته به يې د قانون په چوکاټ کې په ښه ډول رسېدنه وشي.د غونډې په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند د مالي ثبات کمېټې غونډه مهمه بللې او هيله يې ښودلې، چې د دغو غونډو دوام به د هيواد د آبادۍ او په ځانګړې توګه د بانکي سکتور د ستونزو په اوارولو کې ګټور تمام شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *