
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزير له ازبيکستان سره د برېښنا د يو کلن تړون له لاسليک وروسته ويلي ،چې افغانستان له وارداتي برېښنا د هېڅ هېواد پوروړی نه دی. منصور چې تېره اوونۍ ازبيکستان ته په رسمي تللي و، تيره دوشنبه بېرته هېواد ته راستون شو. هغه په هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل: له دغه هېواد سره يې د ۲۰۲۳ م کال تر پايه د وارداتي برېښنا تړون لاسليک کړی دی. ده زياته کړه، چې ددې تړون له مخې به ازبيکستان د ۲۰۲۳ م کال پر مهال افغانستان ته ۴۴۰ ميګاواټه برېښنا وركوي. د اوبو او انرژۍ وزير وايي، چې د دې سفر پر مهال يې په تاشکند کې د يوه چينايي شركت له استازي او له افغان پانګه والو سره هم د افغانستان د برېښنا په سکتور کې پر پانګونې خبرې کړې دي. نوموړي وويل، چې افغانستان اوسمهال د وارداتي برېښنا له درکه له هېڅ هېواد څخه پوروړي نه دی، خو ځينې ستونزې د بانکي محدوديتونو او د پيسو د لېږد په برخو کې شته دي.