
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قومونو مرستيال ملا عبدالخالق عابد د قومونو د يووالي او همپالنې تر نامه لاندې جوړه شوې غونډه کې وويل، چې د اسلامي امارت مسوولين د افغانستان د خلکو او ملت خادمان دي او مجاهدين د دې ملت ساتونکي دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د قومونو د يووالي او پيوستون تر نامه لاندې يوه ستره غونډه پرون د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له خوا په کابل کې د ولسواليو د ديني عالمانو، مخورو پوهانو او ځوانانو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قومونو مرستيال ملا عبدالخالق عابد وويل، هغه ازادي، خپلواکي او يووالى چې افغان ملت له ډېرو کلونو وروسته ترلاسه کړى ، ټول يې د شهيدانو د وينو برکت دی.
عابد وويل، چې د افغانانو د يووالي ثمره په هېواد کې د ملي امنيت د تامين لامل شوی او بايد زموږ يووالی وساتل شي، د اسلامي امارت له نظامه ملاتړ د ټولو افغانانو مسووليت دی او همدا يووالی د اشغال پر وړاندې د بريا لامل شو.
هغه زياته کړه، چې د اسلامي امارت عمومي هدف د خلکو خدمت کول دي او موږ بايد له دغه نظام سره همکاري وکړو، ترڅو په ټولو برخو کې د هېواد د پرمختګ لامل شي.
هغه وويل، د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د ټولو قومونو په خدمت کې دی او په ټولو برخو کې به د دوی مشروع ستونزو ته پاملرنه کوي.
ورته مهال د کابل والي شيخ محمد قاسم خالد د دې غونډې د جوړېدو قدرداني وکړه او ويې ويل، چې اسلامي امارت د هېواد له خلکو د ملاتړ شرعي مسووليت لري، ځکه چې د افغانستان د تاريخ په اوږدو کې ولسونه او توکمونه د هېواد په ګوټ ګوټ کې په جهاد کې برخه اخيستې او د اشغال پر وړاندې مبارزه او د اسلام دفاع يې کړې ده.
خالد وويل: د افغانستان دښمنان موږ په سياسي او نظامي برخو کې ناکام کړي او په رسنيزه او استخباراتي برخه کې هم له ناکامۍ سره مخ دي.
هغه زياته کړه، چې د هېواد اقتصاد د ودې په حال کې دي، د اسلامي امارت ټول مصارف له کورنيو عوايدو تمويلېږي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستيال مهاجر فراهي وويل، چې ټول قومونه بايد د اسلامي امارت ملاتړ او ساتنه وکړي ځکه د اسلامي نظام ساتنه او ملاتړ د ټولو قومونو او ولسونو دنده ده.
هغه له خلکو او قومونو وغوښتل، چې خپل يووالی وساتي او د هېواد د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.
همدارنګه د درېيمې ناحيې د علماوو د سرتاسري شورا رئيس الحاج نعمت الله عليزاده وويل، چې د دا ډول غونډو جوړول کولای شي ملي او قومي يووالی پياوړی کړي، موږ د اسلامي امارت له نظامه خپل ملاتړ اعلانوو او د دغه اسلامي نظام د ټينګښت او ساتنې لپاره به کار کوو.
د کوچيانو د خلکو استازي حاجي علم ګل هم له اسلامي امارته د کوچيانو د ولس ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل، چې ټول ولس او توکمونه له اسلامي امارته اقتصاد، تعليم، امنيت، اتحاد او اتفاق غواړي.